د پاکستان په کراچي ښار کي د دوه اورگاډيو ترمنځ د جنگيدو په پيښه کې شپارس کسان وژل شوي

د پاکستان په کراچي ښار کي د دوه اورگاډيو ترمنځ د جنگيدو په پيښه کې شپارس کسان وژل شوي او په لسگونه نور ټپيان دي

دا پيښه نن سهار رامنځ ته شوې ده

په کراچۍ کې د روغتیایي مسولینو په وینا د یو شمیر تپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی او کیدای شي د مړیو شمیره له دې لوړه شي. تراوسه ډيری کسان په واګنونو کې بند پاتې دي او تر اوسه هم له دې سیمې د ټپيانو بند پاتې کسانو او د مړیو د را ایستولو عملیات دوام لري.

د پیښې په سیمه کې ډیری مرستندویه ډلې را ټولې شوې د جناج روغتون مسولینو چې ډيری تپيان ور وستل شوي، ویلي: د ډيریو ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی او سله په سلو کې به د مړینې شمیره لوړیږي. عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي: دوی د ټکر غږ اوریدلی او فکر یې کاوه جې کومه زوروره چاودنه رامنځ ته شوې ده. دا ټکر دومره زور ور وو چې د دواړو اورګاډیو واګونونه له پټلیه لرې غورځیدلي او یو ډول ناورین یې رامنځ ته کړی دی، د پیښې د رامڼخ ته کیدو لامل ناسم مدیریت ښودل شوی دی.

د یوه بل خبر له مخې د پاکستان په پنجاب ایالت کې د دولسو موټرو د جنګیدو په پیښه کې هم اوه کسان مړه او ډيری شمیر نور ټپيان دي. پآکستان هم له هغه هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې ديری مهال پکې ټرافیکي پیښې رامنځ ته کیږي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *