هیلاري کنلټون دامریکا بهرنیو چارو وزارت داثاثیه غلان تورنه شوې ده
هیلاري کنلټون دامریکا بهرنیو چارو وزارت داثاثیه غلان تورنه شوې ده
هیلاري کلنټون د بهرنیو چارو وزارت د توکیو په غلا تورنه شوې ده
د بهرنیو چارو وزارت پر مهال د هیلاري کلنټون یوه امنیتي کارکونکي اف بي آی ته ویلي چې هیلاري کلنټون د بهرنیو چارو وزارت ډيری توکي وړي تر څو یې د خپل کور په دیکوریشن کې ولګوي.
له دې سره د بهرنیو چارو وزارت دې کارکونکي ویلي: «د هیلاري کلنټون پر مهال په بهرنیو چارو وزارت کې لیدل شوي چې دې او ددوی کارکونکو له بهرنیو چارو وزارت څراغونه او نور توکي پورته کړي چې بیا وروسته یې واشنګټن ډي سي ته ولیږدول».
دایف بي آي ددې کارکونکي د وینا له مخې: اوس دا روښانه نده چې دا توکي به بیرته بهرنیو چارو وزارت ته لیږدول شوې وي او که نه.
دا کارکونکی په دوه زره نهم کال کې د کلینټون د تصدی پر مهال په دنده ګمارل شوی وو او پهدوه زر دیارلسم کال کې کله چې دا د بهرنیو چارو وزارت څخه د کور په لور روانه شوه دا کارکونکی هم له دندې ګوښه شوی دی.
د بهرنیوچارو وزارت دا تورنه په کلکه ردوي وایي میرمن کلنټون یواځې هغه توکي له ځان سره وړي کوم چې ددې شخصي وو.