د پاکستان په پنجاب کې د داعش دوه غړي نیول شوي دي
پاکستاني پولیس وايي، د پنجاب ایالت ترهګرۍ ضد څانګې یې له “اسلامي دولت” نومې اورپکې ډلې سره د تړاو لرلو په تور دوه مشکوک کسان نیولي دي دي.
سرچینه وايي، دغه مشکوک کسان په سرګودها ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال نیول شوي دي.
پولیسو د نیول شویو نومونه ذیشان محبوب الرحمن او زاهد الرحمن حیدر ښودلي دي.
پاکستاني چارواکو له القاعده سره د تړلو وسله والو د وژلو ادعا کړې
د ترهګرۍ ضد مبارزې څانګې ویاند ویلي، دواړه نیول شوي کسان سرګودها کې د ایکسپریس مېډيا ګروپ پر دفتر په برید تورن دي.
ویاند زیاتوي، کله چې دوی ته د دغو مشکوکو کسانو د اوسېدو په اړه راپور ورغی، سم لاسي یې پر عملیاتو لاس پورې کړ.
دوی وايي، د سرګودها چونګۍ ۹ سیمه کې د نیول شویو د اوسېدو په کور کې وسلې او چاودېدونکي توکي هم نیول شوي.
