د هیواد د وضعیت په هکله د مصریانو پراخې نیوکې
په مصر کې د اقتصادي وضعیت په هکله د پراخو لاریونونو په لړ کې، د قاهرې واټونه چې ډيری مهال تش وي، د جمعې په ورځ پکې ډيریو د کړکیچ ضد پولیسو او زغره والو موټرو شتون درلود او دډې واټونو رنګ یې بدل کړی وو.
د بیوځلو غورځنګ په نامه یوه ډله چې ډيره پیژندل شوې هم نده، د مصر له خلکو وغوښتل ترڅو د نوامبر په یولسمه نیټه د دولت له لوري د اقتصادي پلانونو پر وړاندې لاریونونه تر سره کړي.
له قاهرې څخه د رویټرز خبري آژانس د ریپوټ له مخې، دا غوښتنه د حوت له میاشتې را روانه ده خو تیره اونۍ کله چې دولت د تیلو د بیې د لوړوالي پریکړه وکړه دې غوښتنو په رسنیو کې بل ډول رنګ خپل کړ.
بانکوالو د مصر دولت له دې پریکړې هر کلی وکړ خو د مصر عادي خلکو دا برخه د خپلو عوایدو لپاره چې له وارداتو سره په نیغه توګه تړل شوي لوی ګذار ښودلی دی.
د قاهرې په تحریر ډګر کې د زغروه والو موټرو د کړکیچ پر ضد پولیسو او اوبو شیندونکو موټرو پرته بل څه نه لیدل کیږي.
مصري چارواکیو د میرو فعالیت ځنډولی ترڅو لاریون کونکي ونشي کولای د میترو په وسیله ځانونه دې سیمې ته ورسوي او دا لاریونونه په سیاسي لاریونونو پیژندل شوي دي.
د قاهرې ښار په بیلا بیلو سیمو وکې او له دې سره په نورو ښارونو کې لکه اسکندريه، سوئز او منيا هم ډیری امنیتي سرتیري لیدل کیږي.
د اخوان المسلیمین غورځنګ چې پّ دې هیواد کې منع اعلان شوی له دې لاریون څخه ملاتړ څرګنده کړی دی.
