له چين څخه د گوادر له لاري ترانزيتي لاره د پاکستان ملکي او پوځي چارواکيو په گډون پرانستل شوه

له چين څخه د گوادر له لاري ترانزيتي لاره د پاکستان ملکي او پوځي چارواکيو په گډون پرانستل شوه

له دي وروسته له چين څخه به پاکستان ته د گوادر له لاري هم توکي ليژدول کيژي

د ګوادر لاره چې د پاکستان په لودیځ کې پرته ده هغه اقتصادي لاره ده چې له پاکستان سره د چین شپږ څلویښت میلیارده ډالرو د تړون له مخې پرانستل شوې چې له دې وروسته به دواړه هیوادونه د توکیو او انرژی د لیږد را لیږد په برخه کې کار واخلي.  د پآکستان لومړي وزیر تیره ورځ ددې لارې د پرانستلو په مراسمو کې دا لاره نه یواځې د پاکستان بلکې د سیمې لپاره ګتوره وښوده.

نوازشريف- “پآکستان اوس مهال د سمې په دریو برخو کې د ودې ټکي په توګه اوښتی چې سویلي آسیا چین او مرکزي آسیا سره نښلوي دا لاره به ددې سیمو په اقتصادي وده ګې ګتوره وي  او دسیمې خلکو ته به د بوختیا د رامنځ ته کیدو لامل شي له دې سره دې سیمې ته به د نړۍ ډيری پانګوال مخه کړي.”

چینایانو د خپلې سوداګریزې لارې د اړتیا له مخې د پاکستان په خاوره کې ډيری پلونه پلچونه او واټونه په لاره اچولي دي او د  چین له سینګیانګ څخه د پاکستان تر ګوادر بندره ددې لارې رغول به چې درې زره کلیو متره واټن لري تر دوه زره پنځه ویشتم کاله دوام وکړي.

خروج از نسخه موبایل