د اوکراين ولسمشر له خپل امريکايي نوي سيال سره په ټلفوني اړيکه کي په دې سيمه کې د روسيي ضد سياست د دوام غوښتنه کړې ده
پترو پرشينکو هيله مندي څرگنده کړې چي روان سياست په ټرامپ په واکمنۍ کې هم دوام ولري
د رارسیدلو ریپوټونو له مخې د اوکراین او امریکا د نوي ولسمشر ترمنځ په ټلفوني اړیکه کې په سیمه کې حالات څیړل شوي دي. د خبرو په لړ کې پترو پروشینکو په سیمه کې د روسیې ګواښونه د اندیښنې وړ ښودلي او د امریکا په ګډون د نړیوالې ټولنې د ملاتړ د دوام غوښتنه یې کړې ده.
د امریکا نوي ولسمشر په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې له روسیې سره په ګډه د نړیوالو ستونزو پر هواری او له ولادیمیر پوتین څخه یې د ستاینې شعارونه ورکړي دي.
له دې سره داسې ریپوټونه هم تر لاسه شوي چې ډونالډ ټرامپ له یو شمیر رسنیو سره پّ مرکه کې ویلي چې د روسیې خاورې به توګه د کریمه ټاپو د پیژندل کیدو برخې ته به بیا کتنه کیږي. همدارنګه ویل شوي ولادیمیر پوتین او ډونالډ ترامپ هم په ګډه د نړیوالوستونزو په هکله خبرې کړې او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر ټینګښت او پراختیا یې ټینګار کړی دی.
کي ایف له دې ویره لری چې د امریکا او روسیې په نږدې کیدو سره به هغه سیاست یا تګلاره کې له دوه زره څوارلسم کال راهیسې په سیمه کې د روسیې پر ضد روانه ده له کچه به یې ټیټه شي او حتی بیخي به له منځه لاړه شي.
له بلې خوا د روسي رسنیو د ریپوټونو له مخې پرورشنکو چې تیره میاشت د ملګروملتونو په عمومي ناسته کې نیویارک ته تللی وو د هیلاري کلنټون سره یې لیدلي وو خو له ډونالډ ټرامپ سره یې د لیدنې وخت نه وو تر لاسه کړی.
