دعراق حشد الشعبي ډلې اعلان کړی چي د تلعفر هوايي ډگر يي له داعش څخه نيولی

دعراق حشد الشعبي ډلې اعلان کړی چي د  تلعفر هوايي ډگر يي له داعش څخه نيولی دی  له دې سره د موصل په ختيځ کې نښتي دوام لري او ډيری هغه کسان خپلو کورنو ته گرځيدلي کوم چي سيمي يي له داعش څخه نيول شوې دي

پّ عراق کې د امنیتي سرچینو په وینا، داعش د تلعفر له هوایي ډګر څخه په شا تمبول شوی او د ښار مرکز لور ته یې شاتګ کړی دی. ترکمن میشته تلعفر ښار د موصل لویدیځ په درې شپیته کیلو مترۍ کې پروت دی او په نیولو سره به یې په سوریه او عراق کې د داعشیانو ترمنځ د اړیکو لاره بنده شي.

اوس مهال د یو شمیر سیمو د نیولو هڅې روانې دي او په الزهرا سیمه کې د نښتو له امله یو شمیر ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

 (MIDEAST-CRISISIRAQ-MOSUL-ARBAJIA)

“مونږ اوس مهال د عرباجیه په سیمه کې یو، او هڅه کوو ترڅو له شاوخوا سیمو داعش په شا کړو. ددې سیمو د نیولو لپاره عملیات په چټکۍ سره پر مخ روان دي او مونږ به ډير ژر دا سیمې له دوی څخه پاکې کړو.”

خروج از نسخه موبایل