په يمن کي له اوربند سره هواي بريدونو او جگړې دوام درلودلی دی. يمنيانو هم له ښکيلو اړخونو غوښتي ترڅو له دي اوربنده په گټې اخستنې تل پاتي اوربند ته لاره هواره کړې
د عربستان په مشری ایتلاف په یمن کې اته څلویښت ساعته اوربند اعلان کړی چې له جمعې ورځې پیل شوی دي. خو عیني شاهدانو ویلي چې تیره ورځ د یمن په بیلا بیلو سیمو کې نښتو او هوایي بریدونو دوام درلود. دا بریدونه د یمنیانو له کلک غبرګون سره مخ شوې او په دې هکله یی دوی اندیښمند کړي دي.
وليداحمد- “مونږ هیله مند یو چې سوله او آرامي راشي او سعودي عربستان په خپلې کړې ژمنې عمل وکړي او خپل هوایي بریدونه بند کړي. دا څه ډول ده چې اوربند د پنجشنبه په ورځ اعلان شوی او بریدونه تر اوسه دوام لري؟”
غازي علي احمد- “زه په ټولیزه توګه اوربند ته ډیر هیله مند نه یم مونږ په کراتو د اوربند خبرې اوریدلې خو له دې اوربندونو سرغړونه شوې او بیا تاوتریخوالي ته زور ورکړل شوی دی دا اوربند به هم تل پاتې نه وي. زه په دې ډاډه یم چې هیڅ یو اړخ هم اوربند ته درنښت نلري او له دې ګټه اخلي او خپل سرتیري د جګړې لپاره چمتو کوي.”
د اوربند په هکله دا بد بیني تیرو ناهیلو ته ور ګرځي. له یوه نیم کال راهیسې د یمن جګړه روانه ده چې تر اوسه یې له امله له لسو زرو ډير کسان وژل شوي او په میلیونونه نور کډوالی ته اړ شوي دي.
