هند د لرې واټن ويشتونكي توغندی آزمویلی دی
هند د لرې واټن ويشتونكي توغندی آزمویلی دی
راپورونه وايي، هند د اګني يو هستوي توکو لېږدوونکى باليستيک توغندى، چې ۷۰۰ کيلو مټره لرې واټن ويشتلى شي، پرون وازمايه.
ويل کېږي دغه ازموينه د عبدالکلام په نوم ټاپو کې په برياليتوب ترسره شوې ده.
اګني يو توغندى په پرمختللي سيسټم سمبال دى، چې کولى شي په نښه ويشتلو کې د لوړې کچې ظرافت او صحت په هکله ډاډ ورکړي.
د هندي سرچينو په وينا، دغه توغندى ۱۲ ټنه وزن لري، ۱۵ متره اوږد دى او کولى شي يو ټن مواد انتقال کړي.
د پاکستان د کابينې يو وزير عبدالقادر بلوچ د هند د ياد توغندي ازموينه غندلې،خو ترڅنګ يې ويلي، چې دوى هم د شاهين په نوم لرې واټن ويشتونكى توغندى لري، چې کولى شي د هند هر ګوټ کې هدف په نښه کړي.