د کيوبا پخواني مشر فيدل کاسترو مريني نريوال غبرگونونه درلود
د نري يو شمير هيوادونو مشرانو دي د پيري له وتلو او پيژندل شويو شخصيتونو خخه ياد کري خو د امريکا ولسمشر بيا کاسترو يو ديکتاتور شودلی. له دې سره د کیوبا دولت په دې هیواد کې نهه ورځینۍ غمیزه اعلان کړې ده
د امریکا ولسمشر له دې سره چې د فیدل کاسترو د مرینې په هکله یې خواخوږي ښودلې ویلي یې دي، دده په هکله تاریخ خپله پریکړه کړې د کیوبایانو او نړیوالو لپاره به دد کرنې روښانه کړي. خو د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ د فیدل کاسترو په هکله په خپل پیغام کې دی بیرحمه دیکتاتور ښودلی چې له لسیزو راهیسې یې خپل خلک ځپلي دي. د فیدل کاسترو د واکمنۍ پر مهال دې دوه هیوادونو اړیکې سره نه درلودې او کیوبا د امریکا دښمن هیواد ګنل کیده.خو په دې وروستیو کلونو کې دواړو هیوادونو د اړیکو د ټینګښت هڅې کړې دي.
بله خوا د ایران ولسمشر په یوه پیغام کې د کیوبا ولسمشر او خلکو ته د فیدل کاسترو د مړینې تسلیت ویلی. په دې پیغام کې راغلي. پّ داسې حالاتو کې چې د نړۍ ډيری اوسیدونکي د سولې، ټیکاو او امنیت په هیله دي خو داسې کسان هم شتون لري چې د ژوند تر وروستی سلګۍ پورې له مبارزې لاس نه اخلي او د خپل عمر تر پایه هڅه کوي ترڅو د خلکو په زړونو کې د خپلواکۍ او عدالت بیرغ رپانده وساتي.
د نړۍ نورو ډیرو مشرانو هم د دده پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او ده ته یې بیلا بیل ډوله لقبونه ورکړي دي.
د کاناډا لومړي وزیر کاسترو فوق العاده مشر، د روسیې ولسمشر دی د یوه دوران بیلګه، د فرانسې مشر بیا دی د سړې جګړې یو لوبغاړي، د چین ولسمشر فیدل کاسترو خپل نږدې او ریښتینۍ ملګری، د هند لومړي وزیر بیا د شلمې پیړۍ ځواکمن کس ښودلی دی.
له دې سره د مکزیک ولسمشر هم کاسترو خپل نږدې ملګری ښودلی د سویلي افریقا مشر کاسترو د کیوبا اتل ښودلی او د ونزویلا ولسمشر دده د میراثونو د ساتنې غوښتنه کړې ده.
د نړۍ کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس د فیدل کاسترو مړینه غمجنه پیښه ښودلې ویلي یې دي چې دده د آرمتیا لپاره به دوعا وکړي.
