د لبنان السفیروایي: مصر هم د سوریې جګړې ته ور دننه شو
د لبنان السفیر ورځپاڼې، له دې سره چې مصر هم د سوریې جګړې ته ور دننه شو، ویلي: اوس مهال اتلس مصري پیلوټان په حما کې د سوریې له پوځي هوایي ځواکونو سره یوځای شوي دي ترڅو د وسلهوالو مخالفینو پر وړاندې له دولت څخه ملاتړ وکړي.
په دې ورځپاڼه کې لیکل شوي: ټاکل شوې چې مصریو لوړ پوړۍ چارواکي چې کیدای شي ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر او یا هم دده له مرستیالانو څخه وي دمشق ته به سفر وکړي.
دالسفیر زیاته کړې: مصریانو دا پریکړه کړې چې له دې وروسته به د سیمې د امنیت په برخه کې پټه خوله نه کښیني نو له دې مخې یې پریکړه کړې چې د شام جبهه چې ددې هیواد لپاره ناامنۍ رامڼځ ته کولی شي ددوې پر وړاندې لاس په کار شي.
دې لبناني ورځپاڼې زیاته کړې نو له دې مخې یې د اساسي قانون د دولسمې مادې له مخې د سوریې په حما هوایي هډه کې یې خپل فعالیت پیل کړی دی او د اتلسو پیلوټانو یوه ډله یې دې سیمې ته استولې ترڅو د وسله والو پر وړاندې د سوریې له دولت څخه ملاتړ وکړي.
السفیر ټینګار کړی تر اوسه دوی دانشي ویلای چې دې مصري پوځیانو د وسله والو پر وړاندې خپل بریدونه پیل کړې او که نه خو له سوریي ځواکونو سره دوی یوځای شوي او دا ددې ښکارندويي کوي چې د مصردولت د سوریې له دولت سره یوځای شوی او ملاتړ ترې کوي.
