د بدخشان ولايت د کانونو په عوايدو کي 90 سلنه کمښت راغلی دی
د بدخشان ولايت د کانونو په عوايدو کي ۹۰ سلنه کمښت راغلی دی
ددې ولايت د کانونو ريس محمد اکبر انوري له دي سره د عوايدو د کمشت لامل د تړون ليکونو ځنډول ښودلي دي د کانونو وزارت په دي وروستيو کي د بدخشان ولايت د کانونو تړون ليکونو واک له دي رياست څخه اخستی دی
د بدخشان ولایت د کانونو ریس محمد اکبر انوری ویلي: په مخکې کلونو کې د بدخشان ولایت د کانونو تړون لیکونو ددې ریاست له لوري لاسلیک کیدل او هر کال هر کان لږ تر لږه پنځه سوه زه افغانۍ عواید درلودل خو اوس دا واک له دی ریاست خخه اخستل شوی دی.
ښاغلي انوري زیاته کړې، هغه کسان او ریاستونه چې دې ریاست تته راځي دوی د کانونو وزارت ته استول کیږي او له میاشتو میاشتو وروسته له دوی سره د کانونو تړون لیکونه لاسلیک کیږي. ده زیاته کړې: دا ځنډ ددې لامل کیږي چې قراردادیان او نور کسان زړه توري کیږي او د قانوني لارو پر ځای پر خپل سر را سپړولو ته ملاتړي.
د بدخشان ولایت د کانونو ریاست یو بل غړي عتیق الله هم ووایي چې ددې ولایت د کانونو عواید په دیارلس سوه درې نویم کال کې اته څلویښت میلیونو افغانیو ته رسیدل او په څلور نویم کال کې اوه نیم میلیونه افغانۍ شول په داسې حال کې چې ددې عوایدو کچه په روان کال کې پنځه سوه څلویښت زره افغانیو ته را ټیټ شوي دي.
بدخشان د لاجورد، لعل، زمرد، سروزرو، ياقوت، ډبره ایزوسکرو، رنجو او وسپنې کانونه لري.
د بدخشان ولایتي شورا غړي وایي اوس مهال ددې کانونو واک له زورواکانو سره دی او دولت پر دې کانونو هیڅ ډول واکمني نلري. دوی ویلي ددې کانونو دیرش سلنه عواید کارکونکو او اویا سلنه یې د زور واکانو جیبونو ته ځي.