د موصل عملیاتو ډيری کسان له خپلو کورونو بې کوره کړي

د موصل عملیاتو ډيری کسان له خپلو کورونو بې کوره کړي او دوی ته د مرستو رسول هم ستونزمن شوي حتی ځینې مهال د خلکو ناخوښي هم له ځان سره لري.

“کله کله دوی خواړه راوړي او کله هم غاز مونږ د مرستو د تر لاسه کولو لپاره په لیکه کې ولاړ وو خو له دې پرته چې ټولو اړو کسانو ته مرسته ورسیږي دوی له دې سیمې ځي  د مرستو موټر لاړو او دوی اوس غاز ویشي.”

د عراق موصل عملیات د اکتوبر میاشتې په اولسمه نیټه پیل شوي په ډې عملیاتو کې له عراقي سرتیرو سره ملیشې د کرد پیشمرګي او د ترهګرۍ پر وړاندې نړیوال ایتلاف ملاتړي دي. دا عملیات له داعش څخه د موصل ښار د نیولو په موخه پر مخ روان دي.

خروج از نسخه موبایل