په بلجيم کي د ناټو بهرنيو چارو وزيرانو د ناستي اصلي موضع پر افغانستان را څرخي

په بلجيم کي د ناټو بهرنيو چارو وزيرانو د ناستي اصلي موضع پر افغانستان را څرخي

د ناټو يوه چارواکي ددې ناستي له پيله ويلي په دي ناسته کي چي د سه شنبه او چهارشنبي په ورځ به دوام ولري د افغانستان د  حالاتو او د اوکراين په هکله به خبري وشي

د ناټو یوه چارواکي په وینا، ټاکل شوې په دې ناسته کې په افغانستان کې د ناټو پریکړنده ماموریت او ددې تړون ملکي استازی په دې ناسته کې ګډون وکړي. له دې سره دې ناستې ته د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې استازي هم ور بلل شوي دي. په افغانستان کې د ناټو ملکي ماموریت یوه چارواکي ویلي، چې په دې ناسته کې به د وارسا ناستې ژمنې تازه شي. ددې تړون غړیو هیوادونو د روان کال د جولای میاشتې په اتمه او نهمه نیټه له افغانستان سره د پوځي مارموریت غځولو ژمنه وکړه او اوس به یوځل بیا دا ژمنه د ناټو غړیو هیوادونو له لوري تازه  کیږي.

په دې ناسته کې به د ناټو غړیو له اته ویشتو هیوادونو څخه، هغه هیوادونه هم په دې ناسته کې ګډون وکړي کوم چې په افغانستان کې پوځي ماموریت لري. په افغانستان کې د ناټو پریکړنده ماموریت د دوه زره پنځه لسم کال له لومړیو، د  افغان امنیتي سرتیرو د روزنې او دوی ته د مشورو ورکولو په موخه پیل شو.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *