د ترکيې لومړي وزير روسيي ته د سفر پر مهال د دواړو هيوادونو د اړيکو پراختيا غوښتنه کړې ده
د ترکيې لومړي وزير روسيي ته د سفر پر مهال د دواړو هيوادونو د اړيکو پراختيا غوښتنه کړې ده
له دي سره د ترکيي لومړي وزير د روسيي له ولسمشر او لومړي وزير سره د ليدني پر مهال د اټومي انرژۍ په برخه کي د مسکو د مرستي غوښتنه کړې ده
د ترکیې لومړي وزیر مسکو ته د سفر پر مهال له ولادیمیر پوتین سره د لیدنې په لړ کې ویلي: د اټومي بټیو په برخه کې لږ تر لږه تر دوه زره درویشتمه د یوه فاز په لاره اچول زمونږ له لویو هیلو څخه شمیرل کیږي. له دې سره ده هیله مندي څرګنده کړې چې په تیر یوه کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستونزمن پړاو څخه تیر شي. پوتین هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت غوښتنه کړې ده.
بنعلي يلدريم- “هغه لارې چې پرمختګ پکې شونی دی روښانه دی او اټومي بټۍ له ډې دلې څخه شمیرل کیږي له دې سره د آبي په نامه د اورګاډي پټلۍ رامنځ ته کول او لویدیځ بهیر هغه برخې دي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کولای شي له دې سره دا هغه پروژي چې د اروپا ځینې سیمې هم ترې ګټه پورته کوي “.
ولاديمير پوتين- “زه هیله مند یم چې دا لیدنې ستاسو د هغه هڅو لامل شي چې کولای شي د دواړو هیوادونو ترمنځ تیرې منفي اړیکې په مثبتو اړیکو بدلې کړي.”
د ترکیې لومړي وزیر له دې سره د پانګونې د ډيرښت او اقتصادي همکاریو پراختیا غوشتنه کړې ویلي یې دي د دواړو هیوادونو ترمنځ راکړه ورکړه باید ډيره شي.
په ورته حال کې د ترکیې لومړي وزیر له خپل روسي سیال سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په بیلا بیلو برخو کې د پرمختګ سربیره د سوریې په تړاو هم خبرې شوي دي.