د پآکستاني لویدلې الوتکې یوه سپرلۍ هم ژوندی نه ده
د پآکستاني لویدلې الوتکې یوه سپرلۍ هم ژوندی نه ده
د پاکستان د نړیوالې هوايي کرښې پي آي اې مشر اعظم سهګل د چهارشنبې پر ورځ یوې خبري ناستې ته تایید کړه چې ټوله سپړلۍ له مینځه تللې. د ښاغلي سهګل په وینا الوتکه له تخنیکي پلوه دومره په جدیت چک شوې وه چې “د تخنیکي ستونزې شونتیا نه وه پرېښودل شوې”.
د پاکستان د نړیوالې هوايي کرښې پي آي اې مشر اعظم سهګل وايي” دا یوه غمجنه پېښه ده او موږ هڅه نه کوو چې ځان له مسولیته خلاص کړو. موږ منو چې دا زموږ الوتکه وه او سپرلۍ هم زموږ وه.”
د چترال چارواکي وايي، په دغه الوتکه کې د دغې سیمې مرستيال کمشنر اسامه وړایچ هم و. د یاد شرکت د چارواکو په خبره په دغه الوتکه کې ټول ۴۷ کسان سپاره ول چې ۳۱ نارینه، ۹ ښځې، ۲ ماشومان او پنځه د الوتکې عمله وه.
ښاغلي سهګل زیاده کړه “دا یوه غمجنه پېښه ده او موږ هڅه نه کوو چې ځان له مسولیته خلاص کړو. موږ منو چې دا زموږ الوتکه وه او سپرلۍ هم زموږ وه، او څه چې پېښ شول د خپګیان وړ ده”.
د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف، د دغه هېواد د مخالف یا اپوزيسيون ګوند مرستیال مشر او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظير بوټو زوی بلاول بوټو زرداري او ګڼو نورو سیاستوالو د الوتکې د رالوېدو په دغه پېښه خواښيني څرګنده کړې او د وژل شويو له کورنیو سره يې د خواخوږۍ بیانونه ورکړي دي.