د سوريې دولت پر حلب خپلو هوايي بريدونو ته زور ورکړی دی دا په داسي حال کې ده چي امريکا د خبرو له لاري له دې ښاره د وسله والو د وتلو وړانديز کړی دی
په ورته حال کي تيره ورځ ددې هيواد ولسمشر د حضرت نبي کريم ص د مبارک ميلاد په مراسمو کي گډون کړی وو
د سوریې پوځ د انځورونو په خپرولو سره په حلب کې د جګړې له ډيرښته خبر ورکړی دی. د خپرو شویو انځورونو له مخې داسې ښکاري چې د سوریې په حلب ښار کې د دولتي سرتیرو له لوري درانه هوایي بریدونه روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې لویدیځ او عربي هیوادونه په حلب کې د اوربند د رامنځ ته کولو هڅې کوي. امریکا، چې د سوریې په جګړه کې له ښکیلو لویو هیوادونو څخه شمیرل کیږي له دې ښاره یې په امن توګه د وسله والو د ایستلو وړاندیز کړی دی چې ضمانت یې باید روسیه وکړي خو په ظاهري ډول داسې ښکاري چې دمشق له دې برخې سره هوکړه نده کړې.
پّ ورته حال کې د سوریې په ادلیب ښارکې د هوایي برید له امله پنځه کسان وژل شوي دي. پّ سوریه کې د بشر حقونو څارونکې ډلې ویلي دا بریدونه په هغه سیمو کې تر سره شوي کوم چې د دولت وسله والو مخالفینو په لاس کې دي.
د سوریې دولت په حلب کې د پرمختګونو له مخې د نفس باور تر لاسه کړی او په کراتو یې په سوریه کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو شعارونه ورکړي دي. ددې هیواد ولسمشر بشار اسد هم تیره ورځ د خلکو په منځ کې لیدل شوی او په هغه مراسمو کې یې ګډون کړی وو کوم چې د حضرت نبي کریم ص د مبارک میلاد په ویاړ په لاره اچول شوي وو.
