طالبان پر افغان حکومت نه، خو پر امريکا باور لري

طالبان پر افغان حکومت نه، خو پر امريکا باور لري

د طالبانو د قطر د دفتر تړل کيدو وروسته طالبانو پر افغان حکومت اعتماد کم شوی دوئ غواړي د سولې په خبرو کې امريکا د يو ضامن په توگه د خيل وي.

يوسفزي زياه کړه طالبان پدی هڅه کې دي چې خپله سیاسي ډله قوي کړي ځکه دوئ جنگي تجربه لري خوسياسی تجربه يي کمه پداسی حال کې چې افغان حکومت پر طالبانو د بين الاافغاني خبرو غږ کړې ، طالبانو افغان حکومت سره خبری رد کړی.

ولې په ناڅاپي توگه طالبانو افغان حکومت سره له خبرو انکار وکړ ؟.

د نيوز ويک د مجلې خبريال وويل طالبان پدې پوهيدلي چې نړيواله ټولنه او امريکا په سياسي او اقتصادي لحاظ د افغانستان لوئ ملاتړي دي نو په همدې لحاظ د سولې په خبرو کې نظر افغان حکومت ته د نړيوالي ټولنې او امريکا دخالت غواړي او پری باور لري .

يوسفزي وويل که افغان حکومت غواړي طالبان بين الاافغاني خبرو ته غاړه کيږدي نو ښه به دا وي چې د گلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې خبری بريالۍ او عملي کړي دا د افغان حکومت لپاره ښه چانس دی.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *