له اردوغان سره پوتین خواخوږي
له اردوغان سره پوتین خواخوږي
ولادیمر پوتین د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان ته په استانبول کی د تروریستي عمل په اړوند خپله غمشریکي څرګنده کړه. په دې هکله د کرملن په سایت کی خبر ورکړۍ شوی. په خبرتیا کی ویل شوی:« د روسیې د دولت مشر دا رذیلانه او بی شرمانه جنایت په غوڅه وغانده او ډاد يې څرګند کړ چی د هغو سرته رسوونکي او سفارش ورکوونکی به د خپلو اعمالو له سزا خلاص نه شی». جمهور رییس همداشان څرګنده کړه چی دا پیښه «یوځل بیا د ګډو هلوځلو اړتیا تاییدوي چی هدف یې له بین المللی تروریزم سره نه پخلاکیدونکې مبارزه ده». ولادیمیر پوتین د وژل شوو کسانو له خپلوانو او دوستانو سره خپله غمشریکي څرګنده کړه او هغو ټپیانو ته یې چی د تروریستانو له لاسه زیانمن شوی، د عاجلې شفا هیله وکړه. د دسمبر په لسمه نیټه د Vodafone Arena سپورتي ستدیوم ته نژدې د استانبول د ښار په مرکز کی پیښه شوه او بله د ماچکا په پارک کی شوې ده. د وروستیو معلوماتو له مخې، ۲۹ کسان وژل شوي او ۱۶۶ ټپي شوي دي. د قربانیانو زیات شمیر د پولیسو ماموران دي.