ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر د روسیې په خوښه ټاکلی دی

ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر د روسیې په خوښه ټاکلی دی

د جمهوریت پال ګوند غړي دې ته لیوال وي چې د دغو څیړنو ملاتړ وکړي، خو دا چې ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې ادعاوې بې معنی بللې نو ممکن دا اندیښنه ولري چې په دغه ډول یوه ګام سره به د خپل ګوند له خوا ټاکل شوي ولسمشر سره ښکاره دښمنۍ کې ښکېل شي.

ښاغلي ټرمپ په خپلو کې څرګندونو داسې ښودلې چې غواړي د روسیې له ولسمشر سره اړیکي ښه کړي.

بلې امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپله سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې چې عنوان یې دی(د امریکا په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه)

ورځپاڼه زیاتوي، چې د امریکا په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه به په هغو پریکړو کې جوته شي، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د اریکس ټیلرسن له ټاکلو به پیل شي.

ټیلرسن له ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکي لري او ویل کیږي چې ښاغلی ټرمپ غواړي هغه د بهرنیو چارو د وزیر په توګه وټاکي.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې له ښاغلي ټرمپ غوښتنه کړې چې دی باید په دې اړه د څیړنو ملاتړ وکړي، ځکه د ورځپاڼې په باور، دا یواځینۍ لار ده چې د ده پر ولسمشرۍ شته ګرد او غبار لرې کړي او که داسې ونه شي او شته پوښتنې ځواب نه شي نو د میلیونونه امریکایانو په ذهنونو کې به دا شک پیدا شي چې هغه خبرې چې ده به ویل په ټاکنو کې به درغلي وشي، رښتیا شي، او دا چې په واقعیت کې ټاکنو کې درغلي شوې ده.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *