امریکا پر سعودي عربستان پرمختللې وسلې نه پلوري

امریکا پر سعودي عربستان پرمختللې وسلې نه پلوري

په یمن کې د هوایي بریدونو له امله د ولسي مرګ ژوبلې د اندېښنو په دلیل پر سعودي عربستان د وسلو پلورل محدودوي.

په پنټګان کې یو چارواکي ویلي، په ډېره ځیرتیا کنټرولېدونکې وسلې به نورې عربستان ته ور نه کړي.

د بارک اوباما په مشرۍ د امریکا حکومت ویلي، په یمن کې د هوايي بریدونو د نښې ستونزو ته “اندېښمن” دی.

په تېر اکټوبر کې د سعودي عربستان په مشرۍ د عرب ټلوالې په هوایي برید کې له ۱۴۰ ډېر کسان په یمن کې ووژل شول، چې د جنازې مراسمو کې یې ګډون کړی و.

له هغه لږ وروسته د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند نډ پرایس سعودي عربستان ته خبرداری ور کړ چې له ریاض سره د واشنګټن امنیتي همکاري “سپین چک نه دی”

په ۲۰۱۴ کال په یمن کې ـ چې د سیمې یو خورا بې وزله هېواد دی ـ د جګړې له پیلېدلو راهیسې په زرګونو ولسي وګړي وژل شوي او درې میلیونه نور بې کوره شوي دي.

حوثیانو په هغه کال د عبدربه منصور هادي د حکومت په شړلو سره پلازمېنه صنعا ونیوله. د یمن د رسمي حکومت د هغه مهال ځینې وزیران عدن ته ستانه شول.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *