د ترکيې يوه جنګي جېټ الوتکه لوېدلې ده

د ترکيې يوه جنګي جېټ الوتکه لوېدلې ده

د ترکيې يوه جنګي جېټ الوتکه ديابکر هوايي ډګر ته څېرمه غورځېدلې ده.

ترکي چارواکو ويلي، چې ياده الوتکه پرون تر تمريناتي الوتنې وروسته د کوځېدو په مهال لوېدلې ده.

د الوتکې درې واړه پيلوټان خوندي دي او کوم زيان ورته نه دى رسېدلى.

تراوسه د الوتکې د غورځېدو علت معلوم نه دى.

ترکيې په سيمه کې د داعش وسله والو په ضد هوايي او ځمکني بريدونه پيل کړي، چې دا لړۍ اوس عراق او سوريې ته هم غځېدلې ده.

خروج از نسخه موبایل