په غزني ولايت کي د «احيايي سنت او امحاي بدعت» تر نامه لاندي سيمينار په لاره اچول شوی وو

په غزني ولايت کي د «احيايي سنت او امحاي بدعت» تر نامه لاندي سيمينار په لاره اچول شوی وو  په دې سيمينار کې په اسلامي ټولنه کې د  اسلامي ارزښتونو پر پلي کولو ټينگار شوی دی

په دې سیمینار کې ویل شوي، د اسلام په مبارک دین کې په ښه توګه د ښخو، بشر حقونو او نورو برخو رڼا اچول شوې خو ځینې کسان په تیروتنې سره دا مسایل له لویدیځو هیوادونو راغلی کلتور بولي.

په ورته حال کې ددې ولایت د شیعه عالمانو شورا په اسلامي ټولنه کې د مسلمانانو یوالی اړین بولي او د مسلمانانو ترمنځ یوالي د حضرت نبي کریم ص له هغه موخو بولي کوم چې تر ډيره پرې ټینګار شوی دی.

په دې ورځو کې چې د اسلامي اخوت له اونی سره سمون لري د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د مسلمانانو او دیني عالمانو له لوري ناستې او غونډې تر سره کیږي او په اسلامي یوالي ټینګار کیږي. د غزني ولایت په دې ناسته کې هم د مسلمانانو ترمنځ د واټڼ رامنځ ته کول داسلام دښمنو چلوټې بولي او له خلکو څخه یې غوښتي ترڅو په خپل یوالي سره دښمنانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *