د ملگرو ملتونو امنيت شورا د افغان حکومت له وسله والو مخالفينو د سولي له بهير سره يوځای کيدو غوښتنه کړې ده.
دا څرگندوني د امنيت شورا د تيري شپي په ناسته کي شوي دي او ددي شورا ټولو پنځه لسو غړيو په افغانستان کي دملگرو ملتونو د دوامداره ملاتړ ته رايې ورکړې دي
په دې ناسته کې وویل شول، د افغانستان ستونزه پوځي حل لاره نلري او په دې هیواد کې شخړې په نیغه توګه د سیمی له حالاتو سره اړیکې لري. په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل: د دولت وسله وال مخالفین باید له کوم قید او شرط پرته خپله وسله پر ځمکه کیږدي او د سولې له بهیر سره یوځای شي. له دې سره چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي محمود صیقل ویلي، له یوې خوا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شمیره ټیټه شوې خو د افغان امنیتي ځواکونو ځواکمنتیا لوړه شوې ده.
دوی زیاته کړې له یوې خوا د بهرنیو ځواکونو لګښتونه لږ شوي او افغان امنیتی سرتیرو تر تولو سخترینه کال شاته پریښود. له دې سره دوی د افغان پولو ور هخوا د ترهګرو پر ځپلو ټینګار کړی دی. په ورته حال کې په دې سازمان کې د پاکستان استازي ویلي د ترهګرو ټول مرکزونه او روزنځایونه اوس مهال د افغانستان په خاوره کې دي، له دې سره ده په افغانستان کې د سولې او امنیت په برخه کې خپل هیواد ژمن ښودلی خو له ترهګرو د ملاتړ تور یې رد کړی دی.
په دې ناسته کې د امنیت شورا تولو غړیو هیوادونو تر اوږد مهاله له افغانستان څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه.
