د ترافيکي پيښو له امله د هرات ولايتي شورا د احمد شاه ابدالي مساپر وړونکي شرکت ور مهر لاک کړی

د ترافيکي پيښو له امله د هرات ولايتي شورا د احمد شاه ابدالي مساپر وړونکي شرکت ور مهر لاک کړی  دي   د ولايتي شورا ريس ويلي د هرات او کندهار په لويه لاره ډيری ترافيکي پيښې د همدي شرکت د موټرو له لوري رامنځ ته کيږي ځکه چي ددویډيری موټر چلونکي روږدي دي. خو ددي شرکت مسولين بيا د ترافيکي پيښو د رامنځ ته کيدو لامل د واټونو سور کمښت او د وسله والو له ويرې گړندی تگ بولي

د هرات ولایتي شورا ریس کامران علي زایي ویلي، په دې وروستیو کې د هرات کندهار په لویه لارو د ترافیکو پیښو ډیرښت  چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، ډيرې اندیښنې را ولاړې کړې دي. ده ویلي ډیری دا پیښې  د ابدالي شرکت د موټرو له لوري رامڼځ ته شوې او دوی پریکړه کړې ترهغې به ددې شرکت ور تړلی وساتي ترڅو چې د ژورو بدلونونو ژمنه نه وي ورکړل شوې.

خو په هرات ولایت کې د ابدالي شرکت مسولینو د ولایتي شورا دا تور چې ګواکې ددوی موتر چلونکي روږدي کسان دي، رد کړې ده. دوی ویلي: د هرات کابل لویه لارې ډيرې برخې ویجاړې شوې چې له امله یې ترافیکي پیښې رامنځ ته کیږياو دولت باید دې  موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

د احمد شاه ابدالي شرکت په هیواد کې د تر ټولو ستر ځمکنۍ مسافر وړونکی شرکت دی او د کابل کندهار او هرات په لویو لارو کې ډیری ترافیکي پیښې هم د ددې شرکت د موټرو په وسیله رامنځ ته کیږي. خلک هم وایي چې دډې شرکت موټر چلونکې په دې  کم سوره واټونو له کچې وتلی ګړندی تګ کوي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *