امنیت شورا د اسرایلو له لوري د ښارګوټو پر خلاف پریکړه تصویب کړه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اردن لوېدیځ کې د اسراییلو له لوري د غیر قانوني مېشت ځایونو ودانولو خلاف پرېکړه لیک تصویب کړ.
د امنیت شورا ۱۵ غړو هېوادونو نه ۱۴ د دغه پرېکړه لیک د تایید لپاره رایې ورکړې، خو امریکا له رایې ورکولو ډډه وکړه، البته امریکا متحدو ایالتونو د دغه پرېکړه لیک د وېټو کولو لپاره رایې نه ده کاروولې.
له دې مخکې امریکا دغه ډول پرېکړه لیکونه وېټو کړي دي، خو اوس د ولسمشر باراک اوباما ادارې دودیزه پالیسي پرې ایښې او دغه پرېکړه لیک تصویب شو.
دغه پرېکړه لیک د مصر له لوري وړاندې شوی و، خو دا وروستیو ورځو کې مصر د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مداخلې وروسته د دغه قرارداد وړاندې کول ځنډولي و.
له هغه وروسته د امنیت شورا نورو غړو هېوادونو نیوزلنډ، سینیګال، وینزویلا او مالیزیا دغه پرېکړه لیک بیا وړاندې کړ او په تصویب کې یې مهم رول درلود.
اردن لوېدېځ کې د یهودانو لپاره د اسراییل له لوري د مېشت ځایونو ودانول د فلسطینیانو او اسراییلو تر منځ خورا ناندریزه موضوع ده، چې په سیمه کې د سولې او ثبات پر وړاندې یو خنډ بلل کېږي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د اسراییلو له لوري د مېشت ځایونو ودانول غیرقانوني بلل شوي دي. د امنیت شورا تر څنګ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې، د عدالت نړیوالې محکمې او نړیوال سره سلیب هم دغه مېشت ځایونه غیرقانوني بللي دي.
