عرب او اروپائي هېوادونو په عراق کښې د ترکي سرتیرو شتون غندلی دی
عربو او اروپائي هېوادونو د عربو د اتحاديې او اروپاېي اتحاديې د بهرنيو چارو د وزيرانو په څلورمه ګډه غونډه کښې د عراق په خاوره کښې د ترکيې فوځي مداخلتونه او موجودګي وغندله.
د ذکر شويو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د داعش دهشتګردې ډلګۍ جنايتونه سخت وغندل.
هغوي له دهشتګردۍ سره په مبارزه کښې د عراقي ځواکونو د کاميابيو ستائېنه وکړه او د عراق په خاوره کښې د ځينو بهرنيو هېوادونو په مداخلتونو يې نيوکه وکړه.
عربو او اروپائي هېوادونو له عراق څخه په ملاتړ کښې د خپلې پابندۍ په اعلانولو سره عراقيانو ته د انساندوستانه مرستو په ورکولو باندې تاکيد وکړ.