امریکا چین خپل دښمن هیواد بولي خو ټرامپ کې د هوټلونو رامنځ ته کولو هڅه کوي

امریکا چین خپل دښمن هیواد بولي خو ټرامپ کې د هوټلونو رامنځ ته کولو هڅه کوي

د دغه هېواد د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هوټلونو په اړه یوه مطلب کې وايي، د ټرمپ د هوټلونو اداره کوښښ کوي چې په چین کې خپلې څانګې پرانیزي.

د مطلب لیکوال زیاتوي، ښاغلی ټرمپ چین د امریکا دښمن، امریکا ته ګواښ او یو رټل شوی هېواد بولي خو د ده د هوټلونو اداره له اتو کلونو راهیسې هڅه کوي چې په دغه هېواد کې څانګې پرانیزي.

په مطلب کې وړاندې ویل شوي چې د ډونلډ ټرمپ سوداګریزې ګټې ښايي له دې منع کړي چې له چین په اصطلاح د سوداګرۍ په برخه کې ګوتې ماتې کړي او که داسې وشي نو د دواړو هېوادونو په زیان به وي.

خو د چین دولتي ورځپاڼې The people په یوه راپور کې ویلي، چین د امریکا د هغه ګام په وړاندې اعتراض کړی چې په ۲۰۱۷ مالي کال کې یې د امریکا او تایوان ترمنځ د لوړې کچې پوځې راشه درشه په پام کې نیولې ده.

چین د تایوان له مشر سره د امریکا د نوي ولسمشر ډونلډ پر ټلیفوني خبرو هم اعتراض کړی و.

خروج از نسخه موبایل