د يو حکومتي افسر په لاسو د بحرېني ښځې د قتل تفصيل

د يوې بحرېني ښځې د شپږ کلن بچي د سترګو په وړاندې د هغې قتل چې ويل کيږي قاتل کس يو حکومتي افسر يا د باچائي کورنۍ يو فرد دے جنجال رامځته کړے دے.

د خالي په شپه يوه بحريني ښځه چې ويل کيږي د لوبو د ډګر خبرياله وه له خپل ماشوم سره په موټر کښې ناسته وه چې ډزې پرې وشوې او په ځاے ووژلې شوه.

د بحرين د کورنيو چارو وزارت په يوې بيانيه کښې د دغې اتويشت کلنې مېرمن ((ايمان غلوم مېرزا صالحي)) نومې ښځې د مړينې په اعلانولو سره ادعا وکړه چې ‌‌ډز کوونکے کس بحريني دے او ځان يې د امنيت عمومي ادارې ته حواله کړے دے.

له دې سره په يو وخت ځينې وائي ډز کوونکے په بحرين باندې د واکمنې کورنۍ يو فرد دے.

له بلې خوا د مېرمن ايمان کورنۍ د بحرين الوسط ورځپاڼې ته وويل چې د ايمان شپږ کلن ماشوم د ماجرې يوازېنے شاهد دے او دغه مېرمن په ډزو سره په سر لګېدلے او وژلې شوې ده.

د مېرمن ايمان کورنۍ همدارنګ وويل: هغه څه چې مونږ ته معلوم شوي دي دا دي چې زمونږ لور په الرفاع سيمه کښې په ډزو سره په سر ويشتې شوې او قصداً وژلې شوې ده.

د مېرمن ايمان د کورنۍ د وېنا له مخې قاتل د هغې په موټر پسې شوے ؤ او د موټر د اوردېدو په وخت ورغلے او د هغې د موټر ور يې خلاص کړے او ډزې يې پرې کړي دي.

د دغه رپوټ له مخې د دغې مېرمن شپږ کلن ماشوم هم چې د خپلې مور د قتل ګواه دے له سختې صدمې سره مخامخ شوےدے او له روحي لحاظه يې حالت ښه نه دے.

د الوسط ورځپاڼې د ليکنې مطابق فوځي څارنوال د دغې ښځې د قتل د واقعې تحقيقات شروع کړي دي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *