د امريکا په مشرۍ د ترهگرۍ پر وړاندې نړيوال ايتلاف په سوريه کښې له داعش سره مرسته کوي

د امريکا په مشرۍ د ترهگرۍ پر وړاندې نړيوال ايتلاف په سوريه کښې له داعش سره مرسته کوي

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان دا څرگندونې د امريکا دفاع وزارت د خندا وړ ښودلې او د روسيې هغه څرگندونې، چې گواکي د سوريي وسله وال مخالفين له امريکايي وسلو کار اخلي، رد کړې دي

دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې نړیوال ایتلاف په سوریه کې د داعش په ګډون د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي. ده د ایتلاف پر سیاست د نیوکې ترڅنګ وایي: دوی د خپلو کړیو ژمنو پر خلاف ګام پورته کوي.

رجب طيب اردوغان- ” څه شوې هغه ژمنې چې په لومړیو کې ایتلاف کړې وې؟ دوی ویل: مونږ به د داعش په ګډون د ترهګریزو ډلو پر وړاندې تر وروستیو جنګیږو ، خو دوی اوس مونږ له داعشه په ملاتړ تورنولو خو  اوس هر څه روښانه شول. مونږ دانځور ویډیو په څیر داسې شواهد په لاس کې لرو چې له داعش سره ددوی د  همکاریو ښکارندویي کوي.”

دا په داسې حال کې ده چې ده چې د امریکا دفاع وزارت ویاند، دا څرګندونې د  خندا وړ ښودلې، په سوریه او عراق کې یې له داعش سره خپله مبارزه ددې ډول ادعاوو د ردیدو ښکاره نښه ښودلې ده.

مارک تونر- ” زما په آند دا تر ډيره د خندا وړ ده. ددې خبرو دثبوت لپاره هیڅ اساس شتون نلري. تاسو په دې پوهمیږئ که هر څوک په سوریه او عراق کې زمونږ عملیات وګوري نو سل په سلو کې به په دې پوه شي چې مونږ د داعش وسله والې ډلې له منځه وړلو کلک هوډ لرو.”

له دې سره ده د روسیې هغه ادعا، چې ګواکي روسي وسله وال مخالفین له امریکایي وسلو کار اخلي، رد کړې ده. دا څرګندونې له  هغه وروسته دي کله چې څه موده وړاندې روسیې ویلي وو، د سوریې د دولت وسله وال مخالفین له امریکایي وسلو کار اخلي.

په دې وروستیو کې د امریکا ترکیې او روسیې ترمنځ ستونزې ډيرې شوې او ترکیه چې مخکې له دې د امریکا پلویتوب کاوه په بیساري توګه یې خپل سیاست ته د روسیې په لور بدلون ورکړی دی.

خروج از نسخه موبایل