د هرات ولايت صرافانو د جعلي پيسو په هکله انديښنه څرگنده کړې

د هرات ولايت صرافانو د جعلي پيسو په هکله انديښنه څرگنده کړې او اقتصاد ته يي ډير زيان اړولی دی

ددې ادارې د مسولينو په وينا، امنيتي مسولين بايد د تقلبي پيسو د چاپ او رامنځ ته کيدو د مخنيوي په برخه کي کوټلي گامونه پورته کړي او پري نږدې چي د خلکو  پانگه زيانمنه شي

د هرات د صرافانو ټولنې ریس بهاالدین رحیمي ویلي، په دې وروستیو کې جعلي پیسو  چې د هیواد په د ننه او بهر کې چاپ شوې، خلکو ته یې تر ډيره مالي زیان اړولی دی، ددوی په وینا، له دې امله چې دا پیسې په بازار کې تیت شوې د  ټولنې عامو خلکو ته یې تر ډيره زیان اړولی دی.

ښاغلي رحیمي په  دې وروستیوکې په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو ستاینه کړې خو ویلي یې  دي چې په هرات ولایت کې باید ددې ستونزې  جرړې وچې شي.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، په دې ولایت کې جعلي پیسې په هغه کچه ندي چې د بازار اقتصاد ته زیان ورسوي، ده ویلي، د امنیتي ځواکونو دا مسله جدي نیولې او په دې تړاو یې ډيری شبکې او کسان نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده  چې تیره ورځ د هرات پولیسو یو کس د جعلي پیسو د چاپ له یوې دستګاه سره نیولی دی. خو ډيری دا ډول پیسې په پاکستان کې  چاپیږي او هیواد ته را وړل کیږي.

خروج از نسخه موبایل