د 15 واليانو حقوق او امتيازات ځنډول شوي

د ۱۵ واليانو حقوق او امتيازات ځنډول شوي  دي  د فساد پر وړاندې د مبارزي تگلارې د څار اداري د هغه واليانو پر وړاندي دا گام پورته کړی کوم چي خپلي شتمني يي ندي ثبت کړې

ددې ادارې د پریکړې له مخې، ددې حکومتي چارواکیو حقوق او امتیازات ځنډول شوي  دي. ددې ادارې د پریکړې له مخې،  الياس وحدت، بسم الله افغان مل ـ ، سيد محمد خالد ، عطامحمد نور ، سيد انور سادات ـ ، کريم متين ، حافظ عبدالقيوم ، احمد فيصل بيکزاد ، اسدالله عمرخيل ، عبدالستار بارز ، زلمي ويسا ـ ، همايون ـ ، حيات الله حيات،  نذير احمد ، نصر الله ارسلا له هغه پنځه لسو والیانو څخه شمیرل کیږي چې د شتمنې د نه ثبت له امله یې حقوق او امتیازات ځنډیدلي دي.

دې ادارې په داسې حال کې ددې والیانو نمونه پّ ډاګه کړي  چې مخکې له دې مالیې وزارت هم ویلي وو، د هغه دولتي کارونکو او مسولینو امتیازات او حقوق به بند کړي کوم چې خپله شتمني یې  نه وي ثبت کړې.

خروج از نسخه موبایل