په ننګرهار کې وسله والو مخالفينو يو قومي مشر و ژلی دی

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوالۍ قصابۍ پل سيمه کې نن سهار شاوخوا نهه بجې وسله والو طالبانو پر قومي مشرانو ډزې کړي، چې په ترڅ کې يې د خانه مير په نوم قومي مشر وژل شوی او د تجول په نوم قومي مشر ټپي شوی دی.
د معلوماتو له مخې دغه پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه کله ، چې يادو مشرانو له مېلې څخه کور پر لور روان و.
د خوګياڼي پر وینا د ټپي قومي مشر روغتیايي وضعيت د ډاډ وړ دی او د بټي کوټ په سيمه ييز روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د دې پیښې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

خروج از نسخه موبایل