په جوزجان ولایت کې دداعش ترهګرې ډلې ۱۳ جنګیالي ووژل شول
د افغانستان د شمال امنیتي چارواکي وایي،د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د هوایي حملو په نتیجه کې د داعش تروریستي ډلې ۱۳ جنګیالي وژل شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي خاور میانه خبرې اژانس ته وویل،تیره ورځ( کب ۱۲) ناوخته د درزاب ولسوالۍ د قریان په کلې کې د هوایي حملاتو په نتیجه کې چې ددغې ډلې د ویاند قاري حکمت الله په قرارګاه ترسره شوي پکې ددوه تاجکستانیانو په ګډون ۱۳ داعشیان وژل شوي دي.
رضایي زیاتوي ددې ډلې د جنګیالیو څخه یو تن وژل شي وسلوال ددې ډلې قومانده په غاړه لرله.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند همدارنګه وویل ،تیره ورځ د درزاب په ولسوالۍ کې میشتو امنیتي ځواکونو ته د هوا له لارې نظامي تجهیزات او خوراکي مواد هم رسول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان ولایت د ولایتي شورا غړيو د درزاب ولسوالۍ د خراب امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړي ده او په ۲۰۹ شاهین قول اردو یې انتقاد کړی دی چې ددې ولسوالۍ د میشتو سرتیرو د مرستې لپاره کومکي ځواکونه نه دي راستولي.
ددې قول اردو امنیتي مشران ددې ترڅنګ چې د درزاب ولسوالۍ امنیت د ډاډ وړ بولي وایي چې په دې ولسوالۍ باندې هوایي حملې هم دوام لري.
محراب الدین ابراهیمي- د شمالي زون خبریال