نن ورځ یکشنبه( وری ۵) له غرمې دمخه د کابل والي محمد یعقوب حیدري د خواجه چاشت ښوونځي د زنګ وهلو په مراسیمو کې او د الله ګل مجاهد اړوند دارالعلوم په افتتاح کې ګډون کړی وو ،وینا یې کوله چې د خبرو پر وخت یې څه جملې د یوه مولوي د غبرګون سبب وګرځیدې.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، د کابل والي محمد یعقوب حیدري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه خبرې وکړې او ددې ترڅنګ يې د پوهنې وزارت کې د ښځو په حقوقو کې تاوتریخوالی وګاڼه ویې ویل ددې وزارت د څو معینانو څخه یوه باید ښځه وي او همدارنګه د کابل د پوهنې ریاست کې هم باید د څو معاونینو څخه یوه یې د ښځینه طبقې څخه غوره شي.
د کابل د والي د خبرو پرمهال یو مولوي د خلکو له ډلې څخه پورته شو او دا ایت یې ووایه” الرجال قوامون علی النسا”( سړي د ښځو سرپرستان دي) او د هغې نه وروسته ټول خلک د پوهني وزارت د اسلامي تعلیماتو د معین په ګډون،د کونړ وکیلانو او نورو حاضرینو د تکبیر په بدرګه کولو سره ددې مولوي ملاتړ وکړ.
په کابل کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي دا غبرګون د ښځو د حقوقو د ملاتړو او نورو بشرې نهادونو لپاره د خطر زنګ دی؛ او که چیرته حکومت د سولې په پروسه کې د ښځو د حقوقو څخه د نړۍ د ۱۷ کاله په لاسته راوړنو او ملاتړ معامله وکړې څوک به یې ځواب ورکړې.
په افغانستان کې ښځې همیشه د خشونت سره لاس او ګریوان دي او په کراتو د ناحقه خبرو په سبب د سنګسار او ډاګیزو محکمو سره مخ شوي دي تر دې پورې چې په ځینې مواردو کې ښځې سوځول شوي او یا یې غوږ او پزه پرې کړای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تل د ښځو په حقوقو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د ولسمشر په وړاندې تاوتریخوالی دی.
د ښځو د حقوقو په اړه د کابل د والي او د یوه مولوي ترمنځ جنجال
