د ګلکسي ایس ۹او ایس ۹ پلس مبایلونه جوړ شول

سامسونګ،په رسمي ډول د خپل تولید مبایلونه  د ” ګلکسي ایس ۹” او ګلیکسي ایس ۹ پلس” په نومونو راوویستل.انتظار کیږي چې د ګلګسي د مبایلونو دا تولید په وروستیو کلونو کې د مبایلونو  د تولید د ټولو څخه غوره دي.

د سامسونګ فوق العاده مبایل،د دیافراګم د تغیر شویو دوربینونو لرونکي دي او د ګوتې لپاره نښه پکې منظم شوي ده.

سامسونګ د نویو کهکشانونو په راویستلو سره د خپلو پلویانو انتظار او بې ځنډه اوازو خپرول او د دې تولیداتو په اړه ټولو ګمانونو ته د پای ټکی کیښود.

ګلګسي ایس۹ د ۵‍‍،۸ اینچه ښودونکي صفحې،رڼې کیمرې او دکم ظرفیت لرونکي بيطرۍ،د سامسونګ د کهکشانونو د ساده نسخې رول په لوبولو سره په ۲۰۱۸ میلادې کال کې رامینځته کړ او ددې په منځ کې ګلکسي ایس ۹ پلس د۶،۲ اینچه صفحې ،او د دوه کیمرو او لوې بطرۍ لرونکي دي.

ګلکسي ایس ۹ او ګلکسي ایس۹ پلس د خپل نوی تولید ګوشکو په نسبت چندان ظاهري توپیر نه لري.

یواځني تغیرات چې په نویو مبایلونو کې لیدل کیږي د کیمرو ځای پر ځای والی،فلش،د زړه د ټکان معلومولو اله ، د ګوتي حس پیژندل او د ګوتې د حس کولو نښه د کیمرې په څنګ کې د تولید مخکې د هغې ښکته کول پکې ځای پر ځای شوي دي.

د ایس پلس ۹ مبایل  هم د ورته صفحې څخه استفاده کوي په دې تغاوت چې دسکرین ضلعي ۶،۲ اینچه دي.

په همدغه حال کې ، د لمړي ځل لپاره دغه مبایل په” استریوي سپیکرونو” سنبال شوي دي.

د سامسنګ شرکت ویلي دي چې دغه مبایل د روان میلادې کال د مارچ په ۲ نيټه بازار ته راغلي دي.د ګلکسي ایس ۹ بیه ۷۲۰ ډالر او د ګلکسي ایس پلس بیه ۸۷۰ ډالر ویل شوي ده.

خروج از نسخه موبایل