دایکندي یو له لرې پرتو ولایاتو څخه دی چې سرکونه او جادې یې خامې او له ګردونو ډکې دي ،مګر له محدودو ولایاتو څخه دی چې د هیڅ یوه ښوونځي دروازه هم پکې تړلي نه ده.
د دایکندې د خلکو کسب کرنه او مالدارې ده؛ مګر له علم زده کولو سره زیاته دلچسپي لري ،دا ددې سبب شویده چې ټول ښوونځي یې فعال دي او د دایکندي نوی نسل په سختیو کې زده کړو ادامه ورکوي.
په عین حال کې د دایکندي زده کوونکي او د معارف کارکوونکي د معارف څخه د درسي موادو له کمبود او کیفیت څخه شکایت کوي.ویل کیږي چې ددې ولایت زیات ښوونځي معیاري ودانۍ نه لري او د پسرلي په موسم کې د باران لاندې درس وایي او د مني په موسم کې یخه هوا د لاس په موټي سره ګرموي.
دا په داسي حال کې ده چې د دایکندې خلک تل د نړۍ او افغانستان د اختراع ګانو،مدني فعالیتونو او نورو …..کې د خبرونو په سرخط کې وي.
د راپورونو له مخې،د دایکندي ولایت په مرکز کې د یو مرکزي روغتون او څو کیلو متره پاخه سړک نه علاوه له هیڅ ډول ښاري اسانتیاوو څخه برخمن نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کونړ او څو نورو ولایاتو څخه د ښوونځیو د تړلو خبرونه رارسیږي.
مرکزي دولت او د ملې وحدت د حکومت مشران همیشه د متوازن پرمختګ خبرې کوي مګر په دایکندي ولایت کې د متوازن پرمختګ هیڅ خبر نشته.
دا په داسې حال کې ده چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې هر یو نوماند د دایکندي خلکو ته وعدې ورکړې وي چې لا تر اوسه پورې هیڅ یوه هم ورته پاملرنه نه ده کړې.
دایکندې لرې پروت ولایت دی چې د هیڅ ښوونځي دروازه پکې تړلي نه ده
