د شیعه علماوو شورا: تر څو چې امنیت تامین نه شي د انتخاباتو په پروسه کې ګډون ونه کړي

د افغانستان شیعه علماوو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره پارلماني ټاکنې تحریم کړې او له خلکو یې وغوښتل چې تر څو په پوره ډول امنیت تامین شوی نه وي د انتخاباتو د ثبت نام په پروسه او د تذکرو په اخیستلو کې ګډون ونه کړي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د افغانستان د علماوو شورا د سې شنبې په ورځ( د غویي۴) په یوه بیړنۍ غونډه کې یوه اعلامیه خپره کړه او د ملې وحدت حکومت یې خپلو اوسیدونکو ته امنیت په راوستلو کې په کوتاهۍ تورن کړ.

د هیواد د شیعه علماوو د شورا په اعلامیه کې راغلي دي چې متاسفانه د ملې وحدت حکومت د خلکو د امنیت په ټینګولو کې په ځانګړي ډول په وروستي ناکامه برید کې بریالی نه وو او د ناتوانۍ په دلیل یا خدای ناخواسته د امنیتي مسئولینو نرموالی،هره ورځ زمونږ د مظلوم او بې دفاع خلکو د ویني تویدو سبب ګرځي.

د شیعه علماوو شورا د هیواد په اوسنیو شرایطو کې د خپل ځان ساتل مهمه مسئله ګڼي او له خلکو غواړي چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په بهیر کې ګډون ونه کړي.

په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې د افغانستان ټول مسلمانان وګړي په ځانګړي ډول هغوې چې په دې هیواد کې د دیني ازادۍ ملاتړي دي ،غواړم چې په هیواد کې زیاتیدونکي نا امنۍ ته په پام ،تر څو چې د خلکو هر اړخیز او ډاډمن امنیت تامین شوی نه وي ،د تذکرو اخیستل او په انتخاباتو کې د ګډون لپاره په رایه اچونه کې ګډون نه کوي.څرنګه چې د خلکو ژوند د بلې هرې مسئلې څخه ارزښت لري.

په همدغه حال کې د هیواد د شیعه علماوو شورا له دولت څخه غواړي د خلکو د امنیت ساتلو لپاره هڅې وکړي چې د خلکو ازادۍ ته له دې زیات زیان ونه ویني.
د هیواد د شیعه علماوو شورا د یکشنبې په ورځ د کابل په غرب کې د ځان وژونکي برید وروسته چې نږدې ۲۰۰ تنه پکې مړه او ټپیان شول په یوه بیړنۍ ناسته کې دا بیانیه نشر کړه.

خروج از نسخه موبایل