د فاریاب ولایت د کوهستاناتو د ولسوالۍ څخه د طالب ترهګرو ویستل

د فاریاب امنیتي مسوولینو خبر ورکړی دی چې د کومانډو ځواکونو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په لړ کې یې یو ساعت وړاندې د کوهستان د ولسوالۍ مرکز د دولت په کنټرول کې راوستی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش ددې خبر په تاییدولو سره ویل چې ددې عملیاتو په پایله کې ۳۰ طالب جنګیالي وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوی دي.

په همدغه حال کې د طالبانو ترهګره ډله تاییدوي چې د کوهستاناتو د ولسوالۍ له مرکزه وتلي دي او ددې ډلې څو تنه غړیو ته چې په یوه مسجد کې وو د امنیتي ځواکونو په هوایي عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښتي ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ترهګره ډله د فاریاب ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې د پراخه فعالیت لرلو سره سره په ترهګریزو کړنو کې لاس لري او په دغه ولسوالۍ کې د ویرې د خپرولو او بې امنیتۍ لامل ګرځي.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *