د ټاکنو د کمیسیون د دروازې له مخې د اعتراضیه خېمو لرې کول

د کابل د پولیسو قومندانۍ خبر ورکړی دی چې نن د شنبې په ورځ(وږی۳) یې د ټاکنو د کمیسیون په وړاندې د تحصن خېمې لرې کړي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کابل پولیسو د نن ورځي په اوږدو کې د درې بجو په شاوخوا کې ټولې هغه اعتراضیه خېمې چې د ټاکنو د کمیسیون په مقابل کې ودرول شوي وې لرې کړي دي.

په همدغه حال کې د کابل د پولیسو قومنداني وايي،دغه خېمې پرته له کوم مقاومت څخه ټولي شوې دي ځکه چې د خیمو د لرې کولو پر مهال اعتراض کوونکي موجود نه وو او همدارنګه پولیسو له وسلې څخه هم کار اخیستی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د یو شمېر هغه نومندانانو پلویانو چې نومونه یې د ټاکنو کمیسیون د وروستي لیست څخه ختم شوي دي د څو ورځو راهیسې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مخې ته اعتراضیه خیمې درولې وې او ددې کمیسیون دروازه یې تړلي وه.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *