د کابل چاودنې؛ تلفات له ځانه سره نه درلودل

هغه چاودنه چې نن سهار د حامد کرزي  نړیوال هوایي ډګر پر سړک ترسره شوه تلفات یې له ځانه سره نه درلودل.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،نن (  تلې ۲۲) شاوخوا د سهار د اتو بجو پر مهال د حامد کرزي هوایي ډګر ته نږدې چاودنه رامنځته شوه.

د کورنیو چارو وزارت دغه چاودنه تایید کړې وه.

امنیتې سرچینې وایي چې دغه پیښه د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو له وجې رامنځته شوي ده چې د دولت د مخالفینو له لوري د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د امام ابوحنیفه مسجد په څنګ کې ځای پر ځای شوي وو.

د سرچینو په وینا ،دغه پیښه له ځانه سره تلفات نه لري.

ددې پیښې مسوولیت لا تر اوسه کومې ډلې یا شخص په غاړه اخیستی نه دی.

خروج از نسخه موبایل