سره رود ولسوالۍ کې یو شمیر مهم وسله وال مخالفین وژل شوي
د ننګرهار ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ په بالاباغ سیمه کې تېره شپه د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې د دوی د مالوماتو له مخې په ترڅ کې د سره رود ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسؤل حفیظ الله مشهور په حیدري او سرګروپان قیوم مشهور په مبارز،شاهین،جهادیار او امان مشهور په ارماني په ګډون یو شمیر وسله وال طالبان وژل شوي،یوشمیر وسلې،مهمات،استخباراتي تدريسي مواد او یو شمیر نور توکي هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د خبرپاڼې معلوماتو له مخې ننګرهار والي حیات الله حیات د دې عملیاتو پر مهال د یو شمیر وژل شوو کسانو،چې جسدونه یې سره رود ولسوالۍ مرکز ته را لیږدول شوي وو،په اړه یې د جدي څېړنو ډاډ ورکړ.
د سره رود ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو چې د ترسره شوو عملیاتو پر مهال یې د یو شمیر مړو جسدونه یې هم سیمې ته را لیږدولي وو،د سره رود ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ کې ننګرهار والي،امنیه قوماندان او ملي امنیت رئیس سره د لیدنې پر مهال وویل،چې د عملیاتو پر مهال د وسله والو مخالفینو په وژل کېدو خوښ دي،خو د شیرباز،لعل باز،بختیار، خواني او سردار په نومونو په عملیاتو کې ملکي وګړي هم وژل شوي او قانون ته د دې قضیې د عاملینو د سپارلو غوښتنه یې کوله .
ننګرهار والي حیات الله حیات خلکو ته د تسلیت مراتبو د وړاندې کولو سربېره ډاډ ورکړ،چې د یادو کسانو د مړینې د قضیې په اړه به جدي څېړنې ترسره کړي او تر څېړنو وروسته به قانوني اجرات ترسره کړي .
هغه زیاته کړه، په هیڅ حالاتو کې ورته د ولسونو مرګ ژوبله د منلو وړ نده،د پېښې قربانیانو کورنیو ته به د رسیدګۍ ترڅنګ د څېړنو وروسته د قضیې بشپړ وضاحت ولسونو سره شریک کړي .