د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ په ځینو سیمو باندې د وسله والو طالبانو د سختو بریدونو له وجې دغه ولسوالې د سقوط کېدو له خطر سره مخ شوي ده او د امنیتي ځواکونو مرستې هم رسیدلي نه دي.
د غزني د ولایتي شورا غړی ،خالقداد اکبري خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو د نن ورځې(لړم ۱۶) له سهار راهیسې بریدونه پیل کړي دي او د جاغوري ولسوالۍ ځينې برخې یې نیولي دي.
د نوموړي پر وینا،وسله والو طالبانو د سهار په درې بجې د ګیلان ولسوالۍ څخه پر جاغوري ولسوالۍ برید ترسره کړی دی او د « حوت قل » په سیمه کې یې دوه نظامي مرکزونه نیولي دي.
اکبري زیاته کړه چې د سهار د لمانځه پر مهال وسله والو طالبانو د سیمې خلک یرغمل کړل او ولسي ځواکونه یې پر وړاندې مقابلې ته را ووتل.
د غزني د ولایتي شورا دې غړي زیاته کړه چې د مقر ولسوالۍ سره په پوله پروت ( داود) کلی هم نن سهار د وسلوالو طالبانو لاس ته ورغلی دی.
هغه زیاتوي:«طالبان د مسجدونو له لاوډسپیکرو څخه چغې وهي چې خلکو تسلیم شئ تر څو ونه وژل شئ».
اکبري څرګنده کړه چې د نن ورځې د سهار له پیل څخه د جاغوري لپاره د کومکي ځواکونو د مرستې غوښتنه کوي؛ مګر له «دروغو»څخه علاوه یې د څه شي ځواب اوریدلی نه دی.
نوموړي د تلفاتو او زیانونو په اړه څرګنده کړه:«د زیانونو اندازه ډېره ده؛ مګر لا تر اوسه یې دقیق شمېر په لاس کې نشته.»
په داسې حال کې د جاغوري ولسوالۍ خلک د دولتي ځواکونو د مرستې غوښتنه کوي چې د جمهوري ریاست ویاند ،شاه حسین مرتضوي په خپله پیسبوک پاڼه لیکلي دي چې:«د دښمن د ځپلو په موخه الوتکې د جاغوري په فضا کې دي.»
مګر د مرتضوي دغه خبرې د جاغوري خلک او د ولایتي شورا غړي دروغ ګڼي.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.
