په میدان وردګو ولایت کې د ملې اردو درانه تلفات

د میدان وردګو ولایت د سید اباد په ولسوالۍ کې د ملې اردو پر پوستو باندې د وسله والو طالبانو په یرغلیزو بریدونو کې د ملې اردو ۱۷ سرتیري وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی.

امنیتي سرچینو خاور میانه ته  ویلې دي چې دغه بریدونه نن (لړم ۱۷) له سهار راهیسې د سیداباد ولسوالۍ د «د ماشین قلعه» او «سالار » په سیمو کې د ملې اردو پر پوستو ترسره شوي دي.

د سرچینو پر وینا ،یادې دغه دوه پوستې د څو ساعته جګړې وروسته د طالبانو لاس ته لویدلي دي او ددغې جګړې په پایله کې د ملې اردو ۱۷ سرتیري هم وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

د سیمې یو تن اوسیدونکی عمرا جان وایي چې نن سهار یې د ډزو غږونه اوریدل چې تر څو ساعتو پورې یې دوام درلود.

نوموړي زیاته کړه چې نورو ولسوالیو ته د سیدآباد څخه غزیدلي لاره هم تړل شوي وه.

په همدغه حال کې،د ملې دفاع وزارت ویاند ،سید غفور احمد جاوید خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې د ملې اردو ځواکونو له دغه دوه پوستو څخه تکتیکي شاتګ کړی دی.

د نوموړي پر وینا،د کومکي ځواکونو په ورسیدو سره دغه پوستې د دویم ځل لپاره د دولت لاس ته لویدلي دي او وسله والو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولي ده.

جاوید د امنیتې ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څرګنده کړه چې لا تر اوسه یې دقیق شمېر په لاس کې نشته.

وسله والو طالبانو هم ویلي دي چې په سیداباد ولسوالۍ کې یې د ملې اردو دوه پوستې نیولي او یوه اندازه مهمات او تجهیزات یې هم لاسته راوړې دي.

د وسله والو طالبانو ویاند،ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر اکونټ باندې لیکلي دي چې یو شمېر امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتي ده.

خروج از نسخه موبایل