څلور ماین ایښودونکې د خپل ماین ښکار شول

د کندز ـ قلعه ذال پر لویه لار څلور تنه ماین جوړونکي د ماین ايښودو پر مهال   وژل شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د نن ورځې ( لیندۍ ۱۷) د خبرپاڼې څخه یې نقل کړې دی دغه کسان تیره شپه هغه مهال وژل شوي دي چې د کندزـ قلعه ذال پر لویه لار د عمومې سړک پر غاړه یې د ماین ایښودلو نیت درلود.

د خبرپاڼې څخه په نقل، په دې پیښه کې د وسله والو طالبانو یو مسلکي ماین ایښودونکی د ۳ تنو نورو همکارانو سره یو ځای وژل شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دې پیښه کې ملکي او نظامي وګړو ته کوم زیان رسیدلی نه دی.

خروج از نسخه موبایل