په فاریاب کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو سره د امنیتي ځواکونو د جګړې په پایله کې د وسله والو طالبانو د یوه سیمه ایز قومندان په ګډون د هغوې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور او د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې چې نن ( لیندۍ ۱۸) خپره شوي ده،دغه کسانو ته د دولت اباد ولسوالۍ په یو شمېر برخو کې مرګ ژوبله اوښتي ده.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د وژل شویو په مینځ کې د طالبانو د سیمه ایزو قومندانانو له ډلې یو تن ملا نصرت او «ملا موسی» ددې پیښې د ټپیانو په مینځ کې شتون لري.

د خبرپاڼې څخه په نقل د یو شمېر وسلوالو طالبانو جسدونه د خپلو وسلو سره یوځای د جګړې په سیمه کې پاتي دي.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

خروج از نسخه موبایل