د کابل د پغمان د ځانمرګي برید د تلفاتو زیاتوالی

بشپړ؛  د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په کاروان د شوي ځانمرګي برید په تلفاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د  ( لیندۍ ۲۰)  سهار ۲۰: ۹ دقیقې یو سپین رنګه کرولا موټر د پغمان ولسوالۍ د چنار حیدر په کلي کې د امنیتي ځواکونو کاروان د حملې هدف وګرځو.

د نوموړي په خبره، په دغه پیښه کې ۴ تنه امنیتي ځواکونو او ۸ تنه غیري نظامیانو  خپل ژوند له لاسه ورکړی،  همدارنګه ۶ تنه امنیتي ځواکونه  او ۳ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

دانش زیاته کړه چې په دې برخه کې څیړنۍ پیل شوي.

وسله والو طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی .

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي، چې په دغه پیښې کې یو شمیر امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

خروج از نسخه موبایل