لغمان کې یوتن یوه کښتۍ جوړه کړې
دغه ځوان رحمن الله همت نومیږي نوموړي د څو تنو نورو ملګرو په همکارۍ په خپلو شخصي امکاناتو د فیبرکلاس موادو څخه کښتۍ جوړه کړې ، چې په سیند کې د ګرځیدو توان لري .
د غه ځوان د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ سره په خبرو کې وویل ، چې دغه کښتۍ یې د دو میاشتو په موده کې جوړه کړې.
دغه کښتۍ چې د جنراتور په واسطه حرکت کوي په یو وخت کې د ۱۲ تنو د ناستې ځای لري.
همت وایې تر اوسه پورې یې په خپل لاس جوړه کړې کښتۍ د الینګار او کابل سیند کې ګرځولې ده ، دی وایې که ورته اسانتیاوې برابرې شي دې ته ورته نور نوښتونه هم ترسره کولی شې . نوموړي په خپلو خبرو کې له ولایتي ادارې د همکارې غوښتنه وکړه.
د لغمان والي محمد اصف ننګ د دغه ځوان په دې نوښت خوښي وښوده ، نوموړي په خپلو خبرو کې د داسې نوښتګرو ځوانانو سره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.
ښاغلي ننګ د یادې کښتۍ جوړونکي شخص سره د کښتۍ پاتې چارو د بشپړتیا په موخه نغدي مرسته هم ترسره کړه.