د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، يادو وسله والو خپلې ۲۶ ميله درنې او سپکې وسلې هم له ځانه سره راوړې وې او ملي امنيت ادارې ته يې وسپارلې.
د يادو کسانو په تړاو د لېندۍ په ۲۹مه ملي امنيت اداره کې چارواکو رسنيو ته معلومات ورکړل او ترڅنګ يې خبريالانو ته هم وروښودل.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي په دې تړاو وويل، په دې وروستيو کې يې د وسله والو ځپلو په موخه ټولو ناامنه ولسوالي، کې عمليات پيل کړي، چې ګڼ شمېر داعش او طالب وسله وال يې دې ته اړ کړي، چې له جګړو لاس په سر شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې ۲۰ تنه وسله وال طالبان، چې چپرهار، پچيراګام، هسکې مېنې، خوږياڼو، اچين او نازيانو ولسواليو کې يې دولت ضد کړنې ترسره کولې، د سولې له بهير سره يوځای شول.
د والي وياند دا هم وويل، ۹ نور داعش وسله وال چې د عملياتو پرمهال پرې د فعاليت ساحه تنګه شوې، له جګړو لاس په سر او خپلو وسلو سره يوځای ملي امنيت ادارې ته تسليم شول.
خوږياڼی وايي، يادو وسله والو خپلې ۲۶ ميله درنې او سپکې وسلې هم له ځانه سره راوړي او دولت ته يې تسليم کړې دي.
د يادولو وړ ده، په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې سولې پروسې سره د وسله والو طالبانو د يوځای کېدو او داعش وسله والو د تسليمېدو لړۍ تونده شوې ده.
