د ننګرهار مرمۍ، کيمياوي مواد او نظامي يونيفورم نیول شوي دي

د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ، پنځه زره فيره مرمۍ، کيمياوي مواد، او نظامي يونيفورم نیول شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولايت مومندرې ولسوالۍ د شهيد موړ سيمه کې تېره شپه د ۲۰۱ سيلاب قل اردو لومړۍ نمبر سرحدي لواء شپږم کنډک منسوبينو د يوه کمين په ترڅ کې په يو عراده مازدا ډوله موټر کې ګڼ شمېر مهمات، کيمياوي مواد او نظامي يونيفورم نيولي دي.

دخوګیاڼي په خبره ياد موټر کې پنځه زره درې سوه فيره د پيکا مرمۍ، ۳۵۰ کيلو ګرامه پوتاشيم کلورايد، يو سيټ مبایل او څلور جوړې نظامي يونيفورم ترلاسه شوي دي.

د موټر چلوونکی د شپې تيارې او خرابې لارې څخه په استفادې له سيمې تښتيدلی، چې د نيولو هڅې يې روانې دي.

د يو بل خبر له مخې ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې يو وسله وال طالب له مخالفت څخه لاس په سر او سرحدي ځواکونو ته د خپل يو ميل کلانشکوف سره تسليم شو.

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *